د کابل وخت چهارشنبه د ۹ ۸ ۳ ۱ کال د وږي ۷ ۱مه نېټه

08-September-2010 05:54 AM
 
 
 

 
 
پوره مطلب


ملاريا د ايډس د خپرېدو چانس زياتوي

Friday, 8 December 2006

ګمان کېږي چې د ملاريا ناروغۍ اوپه افريقا کې د ايډس خپرېدو تر منځ به تړاو موجود وي.

دا پايلې هغه پوهانو لاسته راوړي چې په کينيا کې په څېړنو بوخت دي.
د دې څېړنو پر بنسټ چې د ساينس په ژورنال کې چاپ شوي، دا دوه ناروغۍ يو د بل په خپرېدو کې مرسته کوي. کله چې په ايډس اخته ناروغان په ملاريا اخته شي د ملاريا پرازيټ د ناروغ په وينه کې د HIV وايرس دناڅاپي زياتوالي لامل ګرځي او پدې ډول د ناروغۍ د انتقال او خپرېدو چانس زياتوي. همدارنګه هغه ناروغان چې د ايډس ناروغۍ له کبله کمزوري شوي وي، په ملاريا د اخته کېدو چانس يې زيات وي.
ښايي ووايو چې دا دواړه ناروغۍ په افريقې کې دوه سترې وژونکې ناروغۍ دي.

په وينه کې د وايرس زياتيدل يا Vital Surge

پوهان پداسې حال کې چې د Kenya په Kisumu ښار کې د ايډس د خپرېدو په هکله په څېړنو بوخت وو، دې ټکي ته ځير شول چې د ناروغۍد خپرېدو سرعت تر هغه څه ډېر زيات وو کوم چې ښايي د بې احتياطه جنسي اړيکو له کبله رامنځته شي. دی ټکي پوهان اړويستل ترڅو د ملاريا رول پدی هکله وارزوي ځکه چې ملاريا هم پدې ښار کې ډېره خپره ده.
څرنګه چې ملاريا په وينه کې د HIV ويروس اندزه تر لس ځلو پورې زياتوي، څېړونکي پدې باور دي چې په وينه کې د وايرس د کچې لوړيدو سره وايرس کولای ي په ډېره آسانۍ سره د ناروغ جنسي سيال ته انتقال شي. دا څېړنې د Fred Hutchinson Cancer Research Center او واشنگټن پوهنتون لخوا ترسره شوي دي.
د څېرونکي ډلې يو غړی Laith Abu-Raddad وايي: [د ملاريا له کبله په وينه کې د HIV وايرس په شمېر کې ډېر زيات لوړوالی، د جنسي اړيکو په وخت کې د ايډس د خپرېدو چانس ډېر زيات لوړوي.]
د همدې ډلې يو بل غړي James Kublin وايي: [همدارنګه د HIV له کبله د دفاعي سيسټم کمزوري کېدل ددی لامل ګرځي چې د ملاريا د خپرېدو په سرعت کې زياتوالې راشي او ښايي همدا په افريقا کې د ملاريا د پراخه خپرېدو لامل وي.]
څېړنکي پدې اند دي چې د ايډس لس ګونه زره (تر ۵ ٪ پورې) او د ملاريا مليونونه (تر ۱۰ ٪ پورې) پېښې ښايي دهمدې Co-infection پايله وي.
نوموړي څېړونکي وايي چې ددوی لاسته راوړنې د عامې روغتيا د هڅو لپاره ډېره مرسته کولای شي او د افريقايي ملکونوچارواکو ته خبر داری ورکوي چې بايدپه يو وخت دواړه ناروغيو په له منځه وړلو لاس پورې کړي. همدارنګه دا لاسته راوړنې په ډاګه کوي چې څنګه نور فکټورونه کولای شي د ايډس ناروغۍ په خپرېدو کې مرسته وکړي.
سربېره پر دې Dr. Kublin وايي چې توبر کلوز او د جنسي غړو Herpes هم د ايډس د خپرېدو چانس زياتوي.

ژباړه: ډاکټر دوران (فيضان)


 

Copyright ©2006-2007 Roghtya.com All Rights Reserved.

copyright