د کابل وخت چهارشنبه د ۹ ۸ ۳ ۱ کال د وږي ۷ ۱مه نېټه

08-September-2010 05:52 AM
 
 
 

 
 
پوره مطلب


د نري رنځ يو نوی وژونکی ډول موندل شوی چې درمل پرې اثر نلري.

د روغتيا نړيوال سازمان په ويناپه دی وروستيو کې د نري رنځ يا توبرکلوز يو نوی ډول موندل شوی چې درملنه يې ناشونې ده.
د امريکې متحده ايالاتو، ختيځې اروپا، او افريقا په ګډون د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د نري رنځ يا سِل د درملنې مقابل کې ډېر زيات مقاوم ډول (XDR TB يا Extreme Drug Resistant TB) ليدل شوی دی خو دا ډول مکروب لا تر اوسه په لويديځې اروپا کې ليدل شوی ندی.
د نړيوال روغتيايي سازمان غړي Dr. Paul Nunn ويلي چې ددی نوي ډول د منځته راتلو اصلي لامل د توبرکلوز د ناروغانو ناسمه او ناقصه درملنه ده.
د توبرکلوز کارپوهان د سوېلي افريقې د جوهانزبرګ په ښارکې راټول شوي وو تر څو ددی نوي پرابلم لپاره د حل لارې چارې ولټوي. په اوسني وخت کې نری رنځ په کال کې د نړۍ د يو مليون او اوه سوه زره وګړو د مړينې لامل ګرځي. خو د درملنې مقابل کې مقاوم نوي ډول منځته راتلو پوهان او څېړونکي اندېښمن کړي دي.
Dr. Paul Nunn زياتوي چې دا نوی شکل د ډېرې اندېښنې وړ دی خاصتاً کله چې دا ناروغي د ايډز سره مل وي.
تر دې دمخه لا د توبرکلوز هغه ډولونه چې د توبرکلوز د اساسي درملو د لږ تر لږه دوه ډولونو مقابل کې مقاوم وه، پوهان اندېښمن کړي وه چې د (MDR TB) يا Multi-Drug Resistant TB (يا څو درملو مقابل کې مقاوم توبرکلوز) په نامه يادېږي. د نړيوال روغتيايي سازمان په اند، په نړيواله کچه MDR TB کال کې څه ناڅه 425000 کسان اخته کوي چې د دې ډېره سلنه (فيصدي) په پخواني شوروي اتحاد، چين او هند کې ليدل کېږي.
د MDR TB د درملنې لپاره اړينه ده چې د توبرکلوز د دويمې ليکې له درملو څخه کار واخيستل شي، خو دا درمل د اساسي درملو په پرتله زيات زهرجن او ګران دي او د تاثير کولو موده يې اوږده ده.
خو د څېړونکو په اند اوس د مکروب ډېر وژونکې ډول منځته راغلی.
د درملو مقابل کې ډېر مقاوم يا XDR TB د توبرکلوز هغه ډول مکروب ته ويل کېږي چې نه يواځې د لمړﺉ ليکې د درملو مقابل کې مقاوم وي بلکه دتوبرکلوز ضد دويمې ليکې د شپږو ډولونو له ډلې څخه د لږ تر لږه دريو ډولونو مقابل کې مقاوم وي. پدې توګه دا ډول توبرکلوز په حقيقت کې د درملنې مقابل کې پوره مقاومت لري.
په هغه پلټنه يا سروې کې چې پدې وروستيو کې د امريکې د ناروغيو د کنټرول مرکز او نړيوال روغتيايي سازمان لخوا ترسره شوې ده ټول د توبرکلوز 18000 نمونې راټولې شوې چې له هغې ډلې څخه په سلو کې شل 20% يې د څو درملو مقابل کې مقاوم ډول يا MDR TB او په سلو کې دوه 2% يې د درملنې مقابل کې ډېر مقاوم ډول يا XDR TB وو. کله چې په بېلا بېلو هېوادونو د توبرکلوز واقعات په تفصيل سره وشڼل شول دا پايله لاسته راغله چې د درملنې مقابل کې مقاوم ډولونه لا تر دې هم زیات خواره دي. په لتويا او د پخواني شوروي اتحاد د بالتيک په سيموکې د څودرملو مقابل کې مقاومت لرونکو توبرکلوز مکروبونو له ډلې څخه 19% يې XDR TB يا د درملو مقابل کې ډېر مقاوم ډولونه ؤ. د Dr. Nunn وايي چې د درملو مقابل کې ډېر مقاومت په بېلا بېلو ډولونو يا Strains کې ليدل کېږي خو زياتوي چې دا لا څرګنده نده چې دا ډولونه څومره د سرايت وړتيا لري. نوموړي وويل چې په HIV اخته ناروغان دنورو په پرتله د زيات ګواښ سره مخ دي.
د TB Alert له موسسې څخه Paul Sommerfeld وايي : (ښايي ووايو چې موږ د يو داسې باکټريا (مکروب) سره مخ يو چې د هغه سره د مقابلې لپاره موږ سره هېڅ ډول وسله نشته. دا پدې مانا ده چې پدې مکروب اخته کېدل په مرګ محکومېدو مانا لري. ددې ډول مقاومت پېدا کېدل د ټولې نړۍ لپاره د اندېښنې وړ خبره ده. زه باور لرم چې نړيوال روغتيايي سازمان به دا موضوع دېره جدي وڅېړي)

د سوېلي افريقې په Kwazulu-Natal ولايت کې د XDR TB ټولې 53 واقعې موندل شوي دي چې 52 يې د پنځه ويشتو ورځو په موده مړه شول. د دی 53 ناروغانو له ډلې څخه يواځې د 44 ناروغانو لپاره د ايډز ټسټ ترسره شوی چې ټول په ايډز اخته وه. د XDR TB اغېزې ښايي ايډز د ناروغۍ د خپرېدو له کبله، د افريقې په ګډون په وروسته پاتې هېوادو ډېرې ژورې وي. ډاکټر Nunn وايي ددې لپاره چې پدې ستونځې برلاسی ومومو، پکار ده چې د درملنې اساساتو ته پوره پاملرنه وشي، پدې مانا چې ناروغ بايد وڅارل شي چې ترڅو درمل په منظم ډول او د درملنې پوره مودې لپاره وخوري. که چېرې دا څارنه ترسره شي د درملو مقابل کې د مقاومت رامنځته کېدو کچه ډېره ټيټېږي. همدارنګه د نويو درملو موندل هم بنسټيز اهميت لري.د نويو درملو د موندلو او واکسين جوړلو لپاره د څېړونکو هڅې روانې دي.


ژباړه: ډاکټر دوران (فيضان)


 

Copyright ©2006-2007 Roghtya.com All Rights Reserved.

copyright