د کابل وخت چهارشنبه د ۹ ۸ ۳ ۱ کال د وږي ۷ ۱مه نېټه

08-September-2010 05:49 AM
 
 
 

 
 
پوره مطلب


ايډز د اوسنۍ نړۍ کړونکې ناروغي

د ايدز شپاړسمه نړيواله غونډه د۱۳۸۵ زمري له ٢٢ تر ٢٧ نټې پورې د کاناډا په تورنتو کې تر سره شوه
له ايډز سره له ٢٥ کلنې نړيوالې مبارزې وروسته دغه غونډه په دې زمينه کې تر ټولو مهمه غونډه اوپيښه ګڼل کيږي چې څه دپاسه ٢٠ زره پوهانو سياستوالانو ټولنيزو فعالانو خبريالانو او هغوکسانو چې له ايچ آي وي سره ژوند کوي برخه درلوده په دغې غونډه کې څه د باسه ٤٠٠ علمي ناستې او اتيا روزنيز ورکشاپونه جوړ شوي وو او په هغو کې د ايډز ناروغۍ بيلابيل اړخونه او د هغه د مخنيوي پرلارو او چارو بحث وشو .

ايډز د بدن د دفاعي سيستم د عدم کفايې په معني دی کله چې د بدن دفاعي سيسټم زيانمن شي وګړی نه يوازې د ويروس په وړاندې مقاومت نه شي کولاي بلکه له بدنه بهر ويروسونه هم چې کله بدن ته داخله شي هغه هم لوي تاوان پيښوي او بدن ورسره مقابله نه شي کولاي ځکه دوخت په تيريدا سره په ايچ اي وي ککړ کس په راز راوز ناروغيو اخته کيږي دلته ده چې نارغي تشخيص کيږي او يا کله چې د بدن دد فاعي سيستم پاتې حجرې له معين حده کمې وي دغه کس په ايډز اخته ناروغ بلل کيږي دايچ اي وي له ککړتياوروسته ايډز يوه جدي مرحله ده چې بدن د بيلابيلو مکروبونو په وړاندې ديره لږه دفاع کولاي شي په حقيقت کې په ايچ آي وي هر اخته کس په ايډز اخته نه وي خو په دغې موده کې نور کسان اخنه کولاي شي يعنې علايم نه لري خو فعاله ناقل وی.

هغه کس چې په ايچ آی وي ککړ وي له معالجې پرته په متوسطه توګه د ايچ ای وي ويروس په ١٠ کلونو کې د ايډز په لور ځي البته دغه لس کاله د هغه کس لپاره وي چې منا سبه تغذيه ولري خو هغه کسان چې بيوزله وي او شه تغذيه ونه لري ممکنه ده ډير ژر د ايډيز ولوري ته لاړ او با لاخره مړه شي

هغه نوي درمل چې د ايډز د معالجې لپاره برابر شوي دي په ايچ آي وي اخته کس ته د اوږده ژوند امکان برابروي ـ خو دغه درمل ډير ګران دي او په بيوزلو هيوادونو کې ناروغان هغه نه شي رانيولاي ځکه خو په دغو هيوادونو کې ايډز ناروغي پراخه ده او له همدې امله دټولنې محرومه پرګنه ددغې ناروغۍ اصلي قربانيان دي.

ترسره شوې څيړنې ددې ښودنه کوي چې ښځې هم جنسبازان ، نشه ايي کسان او بنديان ددغې ناروغۍ اصلي قربانيان دي .

د ترسره شويو څيړنو په اساس او له ايډز سره د مبارزې د ادارې د شميرنو له مخې د ٢٠٠٥ ميلادي کال تر پايه يورې په درستې نړ ۍ کې اته ديرش ميليونه او شپږلکه کسان په ايچ آي وي ويروس ککړ دي دا په دې معني ده چې د نړۍ د نفوس په پرتله د دغه ويروس پراختيا له ٢٠٠١ کال راهيسي ثابته پاتې ده .

که څه هم بايد هير نه کړو چې د نړ ۍ د نفوس پراختيا په دغه ويروس د ککړو کسانو د شمير دزاتيدا سبب شوی دی . که څه هم کار پيژاند باوري دي چې په ايچ آي وي د کړتيا اندازه ثابته پاتې ده خو په تيرکال کې څلور ميليونه او يولک کسان په دغه ويروس اخته شوي دي چې د افرېقا په شمول د دريمې نړۍ په هيوادونه کې يې شمير تر ټولو زيات دی نو ځکه بايد له دغې ناروغۍ سره مبارزه سخته شي له دې پرته به د هغوی اقتصادی وده د ايډز له امله ګډوډه شي او حتی د هغوی ټولنيز ثبات هم له ستونزو سره مخامخيداي شی ديونسف د ايډز په وړاندې له ماشومانو د ملاتړ مرکز په۲۰۰۶کال ګې په خپل رپور کې وايي چې له ۱۵ کلنو تر ۲۴ کلنو پورې ځوانان تر بل هر عمره زيات په ايډز اخته کيدای شي همدا اوس د همدغه عمر ۱۰ ميليونه کسان په ائچ آي وي ککړ دي چې دغه ککړتيا اوس په ناروغۍ بدله شوي ده او يا هم په پټه د هغوي په بدن کې دغه ناروغي موجوده وي. د تورنتو په غونډه کې دلويانو او ځلمکيانو په برخه کې د ايډز د مخنيوي د پرګرام اجرايی مشر ريک اولسون وويل :

حاضر دمه نيمايي/ هغه کسان چې په ايچ اي وي ککړ شوي دي ځوانان او ځلمکيان دي نو که وکړاي شو په سمې روزنې سره د ايډز د پراختيا يا په ايچ اي وي د ککړتيا مخه ونيسو نو په ايډز د اخته کسانو مخه به مو تر ډيره حده نيولې وي

څيړنې ددې ښودنه کوي چې ددريمې نړۍ د بيوزلۍ او د ايډز د پراختيا تر منځ به تړاو موجود وي څرنګه چې شميرنې ښيی ۹۵ فيصده ناروغان په دغو هيوادونو کې ژوند کوي چې زياتره د مخنيونې امکانات يا دمعالجې لپاره درمل نه لري دا خو لا پريږده چې ډير پکې له شرمه دغه ناروغي پټوي او يا ډير حکو متونه نه غواړ ي خپلې اصلی شميرنې اعلان کړي

د افريقا او اسيا په شمول د نړۍ په ځينو برخو کې په ايډز اخته ډيرې ناروغانې هغه ښځې دي چې له خپلو ميړونو يې دغه ويروس اخيستی وي په زړه پورې خبره دا ده چې په هند او ځينو نورو هيوادونو کې ايډز د مير منو لپاره د شرم يو تور داغ حسابيږي او هغوي حتي د ايډز له امله له کوره هم ايستل کيږي په داسی حال کې چې څيړنې ددې ښودنه کوي چې پر ايډز دد غو ښځو د اخته کيدا اصلي علت د هغوي ميړونه دي د نړۍ په ډيرو برخو کې د ښځو نا پوهي پر ايډز د هغوي د اخته کيدا اصلي علت بلل شوی دی ځکه نو باید تر هر څه وړاندې د ښځو په تيره بيا د نجونو پوهه او خبرتيا ډيره اړينه ده تر څو د راتلونکی نسل د پالونکی او روزونکې په توګه خپلو ماشومانو ته ددغې ناروغۍ منتقلونکي نه وي د برمختيايی هيوادونو د نفوس ډيره برخه ځوانان دي او له ايډز سره د مبارزې د ادارو او موسسو اصلي هدف په ځوانانو کې ددغې ناروغۍ له پراختيا مخنيوی دی نو ځکه بايد دغې پرګنې ته له ايډز څخه د مخنيوی لارې چارې و ښودل شی

په حقيقت کې سمه روزنه او پوهه د ځوان نسل د سلامتيا په لور د حرکت او بدلانه سرچينه ده د عمومي پوهې په زياتيدا سره دد غې ناروغۍ جرړې وچيدای شی.

په دې هيله چې یوه ورځ بشر ددغې وژونکې ناروغۍ به ختمولو کې بریالی شی

ډاکټر عيسی ستانکزی - ايران


 

Copyright ©2006-2007 Roghtya.com All Rights Reserved.

copyright