د کابل وخت چهارشنبه د ۹ ۸ ۳ ۱ کال د وږي ۷ ۱مه نېټه

08-September-2010 05:59 AM
 
 
 

 
 
پوره مطلب


د انار اوبه او د پروسټېټ سرطان

د ډاکټر دوران فيضان ژباړه

لابراتواري آزموينې څرګندوي چې د انار په اوبو کې يو ډول  کيمياوي توکي شته چې د پروسټېټ (پروستات) د سرطان د پرمختګ مخنيوی کوي.

د UCLA يا University of California at Los Angeles ساينسپوهان  وايي چې د انار په اوبو کې د يو ډول طبيعي کيميايي مرکبات شته چې د پروسټېټ سرطان د لوييدو مخه نيسي.

د څېړونکو مشر Navindra Seeram PhD وايي چې دا کيميايي ماده چې د ellagitannines په نامه يادېږي، له انار سربېره په نورو مېوو لکه ځمکني توت کې هم شته.

د څېړونکو په اند، د انارو د اوبو له څښلو وروسته له هغې څخه Ellagitannines آزادېږي او له هضېدو وروسته د Urolithins په نامه يو ډول کيميايي ماده جوړوي چې ښايي د پروسټېټ سرطان پر  ضد اغېزه وکړي.

د Seeram څېړونکې ډلې خپله نوموړي تيوري په خپل لابراتوار کې تر آزمينې لاندې ونيوله.
دوی يو څه انار وپېرودل او د هغه د پوستکي څخه يې اوبه و ويستلې او په هغه کې يې د Ellagitannines څومره والې مالوم کړ. وروسته  دوې د انارو دغه اوبه په موږکانو کې د پروسټېټ پېوند شويو سرطاني ژوندينکو (حجراتو) پر ضد وآزمويلې.

دوې يو شمېر دغه موږکانو ته چې د پروسټېټ سرطاني ژوندينکې ورته پېوند شوې وې، د انارو اوبه ور وڅښولې، او يو شمېر نورو ته يې په ګېډه کې پيچکارې سره ور زرق کړې. د پرتله (مقايسه) کولو لپاره، دوې يې شمېر نورو موږکانو ته  Placebo  محلولات چې په ترکيب کې يې د انارو اوبه نه وې، وڅښول  اويا يې په ګېده کې ور زرق کړل. 

دوې وموندله  چې په هغه موږکانو کې چې د انارو اوبه ورته څښول شوې يا زرق شوې وې، د کنټرول ګروپ موږکانو په پرتله د پروسټېټ سرطاني ژوندينکو څو ځلې لږه نمو کړې وه.

تر دې وروسته  نورو موږکانو ته Urolithins د خولې لارې او يا هم  په ګېډه کې زرقولو له لارې ورکول شول. د انار له اوبو څخه دغه مشتق شوي کيميايي توکي د موږکانو په پروسټېټ، لويو او وړو کولمو کې د نورو  انساجو په پرتله ډېر جذب شول.

له دې ټولو څخه څېړونکو داسې پايلنيوی وکړ چې د په انارو کې شته Ellagitannins په موږکانو کې د پروسټېټ سرطان د پرمختګ مخنيوی کوي خو هغه ټول ټال له منځه نه وړي. 

دا چې د انارو اوبه په انسانانو کې هم د پروسټېټ پر سرطان ورته اغېزه لري او که نه، لا نورو څېړنو ته اړتيا لري.
نوموړې څېړنې په Journal of Agricultural and Food Chemistry  کې خپرې شوي دي.


SOURCES: Seeram, N. Journal of Agricultural and Food Chemistry, Sept. 19, 2007; vol 55: pp 7732-7737. News release, American Chemical Society


 

Copyright ©2006-2007 Roghtya.com All Rights Reserved.

copyright