د کابل وخت چهارشنبه د ۹ ۸ ۳ ۱ کال د وږي ۷ ۱مه نېټه

08-September-2010 05:50 AM
 
 
 

 
 
پوره مطلب


عمومي گروپ يا ډونر وينه (Universal Donor Blood)

ژباړن: اباسين ويالزى

داسې مواد يا پروتين پيدا شوي دي چې دويم ، دريم او څلورم ګروپ وينه په لومړي گروپ بدلوي.

دا يوه جوته خبره ده چې د لويو ښارونو په روغتونونو كې د لومړي گروپ وينه ډېره كمه پيدا كيږي. كه خداى كول دا ستونزه به په دا نږدې وختونو كې حل شي:

د كوپېنهاگين پوهنتون يوې ډلې پوهانو چې مشر يې هېنريك كلاوسېن Henrik Clausen دى داسې يو مېتود چې د وينې دويم، دريم او څلورم گروپ په لومړي گروپ بدلوي كشف كړى دى.

د وينې د گروپونو ويش د وينې په سروكروياتو كې د انتيجنونو (AB) شته والي او نشته والي په اساس دى .

(0)I گروپ وينه دا وينه   ډونر وينه (ټولو ته وركونكې وينه) هم بولي، دا ځكه دا وينه د دوهم، دريم او څلورم (A, Bاو AB) گروپونو  وينې په پرتله په سرو كروياتو كې هغه  انتي جن چې په وينه كې معافيتي غبرگون منځته راوړي نه لري ، همدا علت دى چې دا وينه هغه ناروغانو ته چې د نورو گروپونو لرونكي دي وركول كيږي. په  عين حال كې هغه وينه چې  A  ، B او AB انتيجن په سرو كروياتو كې ولري چې (دوهم II ، دريم III   او څلورم IV) گروپ وينه ده ، هغه ناروغ ته چې د بل گروپ لرونكى وي وركړل شي د سروكروياتو سره سرېښيدل (coagulation)  منځ ته راځي.

له دې كبله پوهان په لسگونو كالونه د يوه داسې مېتود چې د سرو كروياتو نه A او B انتيجن بېل او لرې كړي پلټنه كوي . تر اوسه پورې پوهان په دې بريالي شوي وو چې د دوهم گروپ وينه د خاصو موادو او پروتينو په وسيله لومړي گروپ ته بدله كړي.

كلاوسېن او د هغه همكارانو د يوه داسې انزايم چې د وينې د سرو كروياتو نه نوموړي انتيجنونه بېل كړي د موندلو لپاره څه ناڅه د   2500 په شمېر د ستورو او باكترياوو جوړښتونه مطالعه كړلي دي، چې په نتيجه كې دوۍ په دې بريالي شول چې د دوو باكترياوو په جوړښت كې داسې انزيمونه پيدا كړي چې د سروكروياتونه   نه يوازې A انتيجن بلكې B انتيجن هم  له منځه وړلاى شي. پاتې دې نه وي چې نوموړى مېتود په ډېرو ساده او اسانو لابراتور ي شرايطو كې كېداى شي.

د نوموړي مېتود كلينيكي ازموينه به په دې لنډ وخت  كې پيل شي، په بله ژبه هغه وينه چې په دې مېتود جوړه شوي وي د لومړي گروپ لرونكو ناروغانو ته به وركړ شي تر څو يې عوارض جانبي او ښېگڼې يي معلومې شي.

 

د ساينس په نړۍ كې نومې خپرونې څخه


 

Copyright ©2006-2007 Roghtya.com All Rights Reserved.

copyright