داکټر فيض الله ثاقب
اسپيرين يو ډول درمل دي چې په بدن باندې ډول ډول اغېزې لري خو موږ يې يواځې لاندې اغيزې په لنډ ډول دلته يادوو.
• اسپرين درد او تبه آراموي .
• اسپرين سوروالی او پړسوب له منځه وړي .
• د ويني د پرنډ کېدو څخه مخنيوی کوي . دی اغيزې ته يې د روغتيا پوهنې په ژبه کې د اسپرين Anti Platelet Action وايي.
زموږ ډيرو ورونو او خويندو به د زړه ناروغان ليدلي وي چې ډاکټران ورته د ټول عمر لپاره لږ اندازه اسپرين ورکوي . ښايي چې ډيرو هيوادوالو مو دا درمل د سردرد لپاره خوړلي هم وي . غواړم دلته دزړه ناروغيو کې د اسپرين پر ارزښت باندې لږ ه رڼا واچوم او ددې موخې لپاره غواړم چې د زړه د ځيني ناروغيو په هکله هم څو لنډې خبرې وکړم .
د زړه ناروغۍ :
زړه ډيرې ناروغۍ لري؛ يوه ډله يي هغه ناروغۍ دي چې د زړه يوې برخې ته د ويني د لږوالي او يا د ويني د بشپړ بندېدو له کبله منځته راځي . د زړه حملې چې د ناڅاپي مړينو لامل ګرځي هم د همدې ډول ناروغيو څخه دي. ددې سره سره د زړه ډيرې نورې ناروغۍ شته چې د وينې په رګونو کي د ننه د وينې پرنډيدو ته لاره هواروي؛ د وينې دا پرنډيدل د وينې رګ بند او د بدن هغه برخه چې نوموړی رګ ورته د وينې رسولو دنده لري، د ويني د بنديدو لامل ګرځي او په پايله کې يې د بدن دا برخه مړه کيږي چې له امله يې ډيرې ناروغۍ چې ګوزن او د زړه حملې يې غوره بيلګې دي منځته راوړي .
څرنګه چې اسپرين د وينې د پرنډ کېدو څخه مخنيوی کوي او لدې لارې د وينې رګونه د بنديدو څخه ژغوري له همدې کبله دا درمل هغه ناروغانو ته ډير ارزښت لري چې د زړه په ځيني داسې ناروغيو اخته دي چي د ويني په رګو کې د ننه د وينې پرنډ کيدو ته لاره هواروي .