ډاکټر نجيب الله زاخېلوال مالمو/ سوېډن
مادطب مجلې په دوېمه ګڼه کې دايډز په اړه د (ايډزيوه نړيواله ستونزه) ترسرلیک لاندې يوه اوږده ليکنه کړې وه. داځل داړتيا له مخې غواړم چې په اړونده سکاله (موضوع) څه ولیکم٠
په ٢٠٠٤ ز. کال کې په ټوله نړۍ کې ٣٤,٩ میلیونه وګړي په ایډز اخته وو. دا مهال دغه شمېره ٣٩,٥ میلیونه وګړوته لوړه شوې ده. چې پدې کې یوا زې ٣٧,٢ میلیونه یې هغه ځوانان دي چې عمرونه يې د ١٥ کالوڅخه تر ٢٥ کالو پورې دي. چې هند او جنوبي افريقا په ترتيب سره لمړې او دویم هېوادونه دي.
دنړېوالې روغتیايي ټولنې (WHO) په وينا دایډزدناروغۍ زیاتې پېښې په آسیايي هیوادونو کې ثبت شوي دي. خو د یادولو وړ ده چې په زياتره اسلامي هيوادونو کې لکه سعودي، عراق، سوريه، متحده عرب امارات، فلسطين، يمن، ليبيا، عمان او قطر کې دایډز یوه پېښه نده ثبت شوې. چې دغه حالت د ایډز متخصصين حيران کړي دي. چې نړېواله روغتيايي ټولنه په اسلامي هيوادونو کې دایډز د پېښو نشتوالی نه مني او وايي: چې په دغه هېوادونو کې خلک ځان دکلتوري ستونزو له امله نشي ښکاره کولی. او زیاتوي چې په نوموړو هیوادونو کې ډېری وګړي د ايچ، اې، وي ويروس لري او زیات خلک په ايډز اخته دي٠
مګردسعودي د روغتيايي چارو وزير ډاکټر حمد بن عبدالله المانع بيا نوموړې ادعا نه مني او وايي: چې په نو موړي هېواد کې دایډز نشتوالی داسلامي احکامو او تعليماتو د درلودلو له امله دزنا او نورو جنسي بې لاريو دنشتوالي سره تړاو لري نه ددپېغور او کلتوري ستونزو سره.
ايډزپه افغانستان کې دسپېره او نه خلاصېدونکي جنګ له امله کور جوړ کړ. ځکه دجنګ له امله ډيری افغانان داسې هيوادونو ته کډوال شول چې هلته له کلونو وړاندې دايډز نغری ګرم وو. زموږ په ګران هېوادکې تر٢٠٠٤زکال پورې د ايډز د موزي ناروغۍ کومه پېښه نه وه ثبت شوې.
دزیاتره سر چينو له قوله د ايډز له امله د مړينې لمړۍپېښه په ٢٠٠٤ز. کال کې رامېنځته شوه٠ چې قربانيان يې دیوې کورنۍ درې تنه غړي وو٠ په همدغه کال (٢٠٠٤)ز. کې بيا دايډز ٣٥ پېښې ثبت شوې ٠ مګردا مهال يې شمېره له ١٠٠٠ زرو څخه اوړي٠
که موږ هغه هېوادونو ته چې افغانان پکې دکډوالۍ شپې سبا کوي يو نظر واچوو داخبره شونې ده چې په افغانستان کې به دغه پېښې په راتلونکې کې له اټکله وتلې زېاتې شي٠ دلته دخپلې خبرې دپخلي لپاره ديو څو ګوتو په شمارهېوادونو نومونه اخلم چې ډېری افغانان پکې ژوندکوي٠ په ايران کې ٦٦٠٠٠ تنه په ايډز اخته دي٠ په پاکستان کې ٨٥٠٠٠ تنه، په روسيه کې ٩٤٠٠٠٠ تنه، اسټرليا کې ١٦٠٠٠ تنه، کاناډاکې ٦٠٠٠٠ تنه، امريکا کې ١٢٠٠٠٠٠ تنه، اروپايي هيوادوکې ٤٠٠٠٠ تنه، چين کې ٦٥٠٠٠ تنه اوپه هندکې٥٧٠٠٠٠٠ تنه په ايډز اخته دي٠ چې هند په نړۍ کې لمړي مقام کې دی٠ دایډز دناروغۍ له امله ٢,٩ ميليونه وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړې دی، چې افريقا دايډز له امله دمړينو له نظره لمړی مقام کې (٣٢٠٠٠٠) ده، او همدارنګه پاکستان کې ٣٠٠٠تنو، په ایران کې ١٦٠٠ تنواو په افغانستان کې ١٠٠ تنو د ايډز له امله خپل ژوندله لاسه ورکړې دی. خوطبي څېړونکي او متخصصين پدې باور دي چې په افغانستان کې دايډز د پېښو شمېره او له امله يې دمړینې کچه دورکړل شوېو شمېرو څخه څووارې زياته ده چې د دی توپير لاملونه کلتوري ستونزې، پېغورجن حالت او دروغتیايي خدمتونو او اسانتياوکموالی ښوول شوی دی، سربېره پر دی اخته ناروغان نه غواړي چې دايډز له امله ځان راجستر کړي٠
اوس به راشو دېته چې ايډز له کومو لاروخپرېږي:
۱- دجنسي لارې څخه دنر څخه ښځې ته، دښځې څخه نر ته،دنر څخه نر ته نر اودښځې څخه ښځې ته چې دیوبل سره کوروالی (جنسي نژدې والي) پر وخت دمهبل (فرجو)، مقعد او نارينه جنسي افرازتو پواسطه لېږدېږي٠
۲- وینه ورکول _ دناروغ وینه روغ وګړي ته ورکول٠
۳- دشریکې پيچکارۍ پواسطه: چې په افغانستان کې دا تر ټولو ستره ستونزه ده٠ پدې مانا چې په زیاتره روغتيايي کلينيکونو کې په ځانخبري (اګاهانه) ډول يوه پيچکاري دڅو ناروغانو لپاره کارول کېږي، چې داکار په ټولوخېراتي (د مؤسساتو) کلينيکونو، په ډېری دولتی روغتونونو، په ځانګړي ډول په سيمه ايزو روغتونونو او شخصي روغتونونو کې تر سره کېږي٠ او دیوې افغانۍ دګټې په خاطر مظلوم اولس ته تلپاتې دناروغیو ډک ژوند وربخښي٠
۴- په تصادفي ډول دککړ سامان لکه پاکي، ستن او دجراحي سامان سره داسې ټکر چې زخم رامېنځ ته کړي٠ ډېری (زياتره) روغتیايي کارکونکي لکه جراحان او نرسان ددې ستونزې سره مخ دي او په تصادفي ډول دایډز په ايډز اخته کېدای شي٠
۵- دمور څخه ماشوم : ته هغه مهال چې کوچنی دمور په ګېډه وي٠ اومور په ايډز اخته وي او يا اخته شي٠
۶- دنورو لارو څخه چې پدې کې نايان، طبی لابرانتان، او د غاښو ډاکټران ستر رول لري٠ پدې مانا چې يو نايي (سلماني) دنيکه دوخت يوه چاړه او يوه بياتي لري ٠هر چاته پرې سر،ږيره او تخرګونه خريي، او کله کله خو په سپرلي کې پرې حيوانات ( مېږې اوبيزې) هم خريي چې دا يې لا بله ملا ګله!
۷- دلابراتوارکارکونکي او غاښ وېستونکي ډاکټران دڅوناروغانولپاره یو سامان په شریک ډول استعمالوي٠ چې داکار دوژنې اودهيواد او مظلوم اولس سره دخيانت په مانا دی.
ځينې څېړونکي وايي چې دسر برس اودخولې له برس سره هم ايډز لېږدېدای شي. دوی وايي چې کېدای شي دوينې ذرات په برس کې ونښلي او بل روغ وګړي ته ترې د لږې وينې سره دایډز وایرس هم ولېږدول شي٠
ايډز دلاندې لارو څخه نه لېږدول کېږي:
۱- په ايډز اخته کس سره د ستړي مشي او روغبړله لارې،
۲- دایډز ناروغ ښکلول (Kissing)،
۳- دناروغ دخولې افرازاتو او اوښکو سره تماس،
۴- دناروغ سره يو ځای خوراک، څملاستل، لمبل، او دناروغ ځان پاک، روجائي، دستمال، بسترې اوکالي استعمالول (د ږيرې له ماشين او دخولې او سر له برس پرته)،
۵- دکټملو او ماشو له لارې،
۶- ناروغ وګړي ته وينه ورکول،
پاملرنه
۱- دجنسي بې لاریو څخه ځان ساتل او په اسلامي تګلاره ژوند کول٠ که بیا هم څوک دزنا او لواطت روږدی وي، نو بايد دجنسي عمل په وخت کې ښځينه يانارينه کونډم (پوکڼۍ) استعمال کړي٠ خوبايد په پام کې وي چې کونډم سوری نه وي٠او هم بايد یو کونډم ددوه ځلو لپاره استعمال نشي٠
۲- پيچکاري او دږيرې چاړه بايد ديو ځل لپاره استعمال شي، دنايانو دنيکه دوخت چړې او بياتيګانې له مېنځه يوړل شي. بايدنايان (سلمانيان) خپل د کار توکي له کارولو وروسته په ډيټول او يا په بل انتې سپتيک کې واچوي.
۳- دلابراتوار کارکونکي چې وينه اخلي بايددهرنفرلپاره بېله بېله ستنه (Lenceat)وکاروي، او دخدای نه ووریږي.
۴- استعمال شوي سامان باید په یو خوندي (محفوظ) ځای کې واچول شي، تر څو يې کوچنیان دلوبو لپاره ونه کار وي، او یا ورسره کوم تن په تصادفي ډول ټکر نشي،
۵- جراحان، د غاښو ډاکټران اونرسان بايد په خپلو چارو کې ډېر محتاط اوسي، تر څو په تصادفي ډول په ايډز اخته نشي.
زه دلته يوه یادونه اړينه بولم چې په ايډز اخته کېدل پدې مانا نده چې خامخا به نوموړي وګړي کومه جنسي بي لاري کړې وي، کېدای شي د لابراتوار کارکوونکی، غاښو ډاکټر او نايي د کارتوکو (افزار) لارې په تصادفي ډول او یاهم د د ناپامۍ له امله اخته شوی وي. بايد دايډز ناروغانو ته په سپکه سترګه ونه کتل شي او بدګماني او شک پرې ونکړل شي، ځکه داسلام په سپېڅلي دین کې شک کول حرام دي. ما ته یاد شي چې په ٢٠٠٥ کال کې په پاکستان کې یو تن په ایډز اخته وو، نو نوموړي ظالم به داسې کول چې په ځان کې به يې ستن ننويسته او بيا به يې دغه په خپلو وينو ککړه ستن په خلکو کې چوخ کوله چې دا کار به يې په بس (Bus) کې دسوارليو سره کاوه، ځکه هلته خو له یوه اړخه بسونه په احتياط نه چلېږي، او له بله اړخه پکې سم انډوخر(بيروبار) وي٠ نو بيا نوموړي ظالم دپوليس له خوا ونيول شو٠ او همداراز دځېنو ګنګوسيو له مخې ورته کار په کابل کې يو ايرانۍ پېغلې چې په ایډزاخته وه ترسره کاوه (ما اوازه اوريدلې وه خدای شته په هغه مهال مې د کره والي لپاره پوښتنه نه وه کړې اوس وخت ډیر تېر دی) نو اوس تاسې فکر وکړئ که څوک دداسې ظالمانو سره مخ شي نو آيا د هغه کورنۍ او خپلوان به په نوموړي تن دبدګمانۍ فکرکوي؟ نه هيڅکله نه!!!