د ژوند د دويمې لسيزې په لمړيو کلنو کې د انسولين مقابل کې
مقاومت، ښايي په وروسته کلونو کې د زړه د ناروغی او ډيابټ يا شکر د منځته
راتلو خبرداری ورکړي.
د ژوند په دوېمه لسيزه کې د انسولين مقابل کې د
بدن په طبيعي غبرګون کې بدلون راتلل، ښايي په پوښ عمر کې د زړه د ناروغی او د
ډيابټ يا شکرې د ناروغې د دويم ډول د منځته راتلوپه هکله خبردارې وي.
دنويو څېړنو څخه څرګندېږي چې هغه 13 کلن نجونې او هلکان چې د انسولين د تاثيراتو مقابل کې مقاومت ښکاره کوي (انسولين پرې نورمال اثر نلري)، په
19کلنې کې د نورو په پرتله د زړه او شکرې د ناروغېو د زيات خطر سره مخ دي.
د انسولين مقابل کې مقاومت پدې مانا دی چې بدن د انسولين مقابل کې ضعيف
غبرګون ښکاره کړي يا په بل عبارت انسولين په بدن کې خپله دنده په سمه توګه
سرته ونشي رسولای. انسولين هغه هورمون دې چې په وينه کې د ګلوکوز يا شکرې په
نورمال حدکې ساتلو دنده لري او د حجراتو په واسطه د ګلوکوز په جذبولو کې
مرسته کوي. څېړونکی Dr. Alan Sinaiko وايي: دا لمړی ځل دی چې خپله د انسولين
مقابل کې مقاومت په مستقل ډول د قلبي وعايي ناروغيو د منځته راتلو وړاندوينه
کوي. په هغه څېړنه کې چې امريکن هارت اسوسيېشن لخو خپره شوې ويل شوي چې
څېړونکو د پنځم نه تر اتم ټولګي پورې 357 کسان تر کتنې لاندې ونيول. په
ديارلس کلنې کې د ټولو بشپړ معاينات (کتنې) ترسره شوې او د انسولين مقاومت يې
و څېړل شو. وروسته د انسولين مقابل کې مقاومت څېړنې په پنځلس کلنې او نولس
کلنې بيا ترسره شوې. پاېلو و ښودله هغه کسانوکې چې په ديارلس کلنې کې د
انسولين مقابل کې د مقاومت نښې موجودې وې، په نولس کلنې کې د زړه د ناروغيو د
خطرعواملو يا Risk Factors د شته والي زيات چانس موجود و. په دوې کې د وينې
اوچت سيسټوليک فشار ، او د وينې د غوړو يا Triglycerides لوړوالي چانس د نورو
په پرتله زيات و.
وينه کې د ټرایګلیسرایډ لوړوالې په خپل وار سره د زړه د
ناورغيو او دډيابټ دويم ډول د منځته راتلو خطر زياتوي.
ښايي ووايو کله چې
د انسولين مقابل کې مقاومت، د وينې لوړ فشار، وينه کې د ټراېګلسرايډ لوړوالې
او د په اصطلاح ښه کولسترول HDL Cholesterol کمښت، او چاغي ټول سره په يو وخت
کې راڅرګند شي دې حالت ته په طبي اصطلاح کې ميټابوليک سنډروم يا Metabolic
Syndrome وايي. ثابته شوې ده چې نوموړی حالت کې د زړه د ناروغيو او ډيابټ د
دويم ډول د منځته راتلو خطر ډې زيات لوړيږي.
SOURCE: Journal of American Heart Association
ژباړه: ډاکټر دوران (فيضان)