د کابل وخت چهارشنبه د ۹ ۸ ۳ ۱ کال د وږي ۷ ۱مه نېټه

08-September-2010 05:50 AM
 
 
 

 
 
پوره مطلب


د مور په ګيډه کې د ماشوم د جنسيت مالومول (معلومول)

د تړون جليلي ژباړه

هغه ښځی چې د شپږو اونيو ماشوم ئي په ګيډه وي، کولای شي چې د يو تست له ليارې د خپل ماشوم جنسيت معلوم کړي. دغه تست  د Early Gender په نوم ياديږي. د دغې تست لپاره د مور يو څو قطرې وينه کفايت کوي چې په ګيډه کې د ماشوم جنس (هلک يا جينۍ) معلوم کړي. البته دا تست اوس مهال يواځې په امريکا کې شونی دی. 
د اميدوارۍ په مهال کې دماشوم يو اندازه  DNA  د مور وينې ته ځي چې د مور د وينې د معاينې پر مهال دغه DNA معاينه کيدای شي.
که چيرته د Y  کروموزوم په   DNA کې وموندل شي نو راتلونکی ماشوم به يو هلک وي. که چيرې د Y کروموزوم په DNA کې  موجود نه وي نو راتلونکی ماشوم به يوه جينۍ وي. دغه تست ١٨٣ ايرو بيه لري او ٩٩ ٪ يقيني دی.

هالند اتريخت، ٢٠٠٧ د می مياشت:


 

Copyright ©2006-2007 Roghtya.com All Rights Reserved.

copyright