د ډاکټر دوران فيضان ژباړه:
پوهانو موندلې چې ولې Stroke، او حتی په خوب کې خرېدل، په الزهايمر ناروغۍ د اخته کېدو چانس زياتوي.
په ياد دې وي چې عام وګړي Stroke د باد وهلو په نامه پېژني.
د څېړونکو يوې ډلې موندلې چې په Stroke ناورغانو او هغه وګړو کې چې د خوب په وخت خرېږي، د آکسيجن کمښت په مغزو کې د Astrocytes په نامه حجراتو اغېزه کوي چې له امله يې د Glutamate په نامه يو ډول مواد چې د عصبي سيالې د لېږدولو دنده په غاړه لري (Neurotransmitter)، په اغېزمنه شوې برخه کې راټولېږي او دا په خپل وار سره د الزهايمر ناروغۍ په منځته راتلو کې مرسته کوي.
دغه څېړنه چې په Journal of Neuroscience کې خپره شوې، ښايي پوهانو سره د نوموړې ناورغۍ په مخنيوي کې مرسته وکړي.
په نورمال ډول Astrocytes په مغزو کې د Glutamate د راټولولو يا په استلا (اصطلاح) پاکولو دنده په غاړه لري. خو څېړونکي وايي چې د آکسيجن کمښت د نوموړې دندې لپاره د لازمو پروټينو توليد اغېزمن کوي.
Glutamate که په زياتې اندازې سره راټول شي، زهري خاصيت مومي او پدې ډول د هغه راټولېدل د ماغزو د حجراتو د مړينې او په پای کې د الزهايمر د ناروغۍ لامل کېدای شي.
پروفيسر کريس پيرس Prof. Chris Peers وايي دا يوه ستره لاسته راوړنه ده ځکه چې د الزهايمر ناروغۍ په رامنځته کېدو کې د Beta Amyloid د راټولېدو رول باندې رڼا اچوي.
يوه مهمه اړيکه:
دا له وړاندې څرګنده وه چې د آکسيجن کمښت، Astrocytes د بېتا امايلوايډ Beta Amyloid زيات توليد ته هڅوي. خو دا وروستۍ څېړنې څرګندوي چې ښايي همدا د Beta Amyloid زيات توليد به د هغه پروټين د توليد مخه نيسي چې د ګلوټامېټ Glutamate په پاکولو يا په استلا جارو کولو کې ښکېل دی.
پوهاند پيرس وايي: په هغه حالاتو کې چې د ناروغ ماغزه د آکسيجن کمښت سره مخ کېږي، ښايي ناورغ په ظاهري ډول ورغېږي خو د ماغزو حجراتو ته رسيدلی زيان ښايي د رغېدو وړ نه وي. چې همدا د ماغزو په هايپوکسيا (د آکسيجن کمښت) کې يو مهم فکټور دی. هغه کسان چې په خوب کې خريږي (Snoring) ښايي له ورته ستونزې سره مخ وي ځکه چې د دوې ماغزه د خوب په ځينو پړاوونو کې له هايپوکسيا سره مخ کېږي.
د څېړونکې ډلې يو بل غړی Dr. Hugh Pearson وايي: د الزهايمر ناروغۍ په ډېرو ډولونو کې موږ نه پوهېږو چې کوم فکټورونه د ناروغۍ په منځته راتلو کې مرسته کوي. خو د دې څېړنو د پايلو په رڼا کې ښايي موږ وکولاې شو په هايپاکسيک (آکسيجن د کمښت) حالاتو کې داسې درملنې وکاروو چې په راتلونکې کې د الزهايمر ناروغۍ د منځته راتلو شونتيا کمه کړي.
د ۲۰۰۷ لېږدېز کال د جون ۶مه