د تړون جليلي ژباړه
د ۲۰۰۷ کال د اپريل ۱۲مه
د شکر ناروغي په پېل کې رغيدونکې ده که چيرې د ناروغ معافيتي سيستم وځپل شي او وروسته له هغې ناروغ ته د Stem Cells (د وينې ابتدايي حجراتو) پيوند (ترانس پلانتېشن) ترسره شي. داخبره برازيلي ډاکټرانو په ساوپاولو کې په پنځلسو ناروغانو کې څيړلې ده.
په دغه تجربه کې هغه ناروغان چې د شکرې په لمړي ډول (ټايپ ١) اخته کيدونکي وو، د درملنې لاندې ونيول شول.
د پنځلسو څخه څوارلسو ناروغانو کې چې عمرونه ئې د څوارلسو او يودېرشو کلو تر منځ وو، ددغه علاج په وړاندې مثبت غبرګون وښود.
د شکرې يا ډيابيټ لمړی ډول ياType I Diabetes چې د ځوانانو د ډيابيت په نوم هم پېژندل کېږي د ناروغۍ هغه ډول دی چې په هغې کې د وجود معافيتي سيسټم د په پانقراس کې د انسولين جوړونکي حجرات له منځه وړي. د شکرې دې ډول ناروغۍ ته اوتو ايميون ناروغي هم وايي پدې مانا چې د وجود معافيتي سيستم د وجود د خپلو انساجو پر ضد کار کوي. د شکرې د دې ډول ناروغۍ په ترڅ کې د انسولين جوړونکو حجراتو له منځه تلل له اونيو څخه تر مياشتو پورې دوام مومي چې د نوموړو حجراتو پر ضد د معافيتي سيستم د غبرګون د اندازې پورې تړاو لري. کله چې د ناروغۍ نښې لکه ستړتيا، زړه بدوالی، خوارېدل (وزن بايلل) او په تنفس کې د اسيتون بوی راښکاره شي نو دغه وخت د انسولين جوړونکو حجراتو نژدې نيمايي له منځه تللې وي.
اوټواېميون Autoimmune نورې ناروغۍ لکه د کولمو (د کرون ناورغي) او روماتيزم، شل کاله پخوا د هډوکي د مغزود حجرات په ترانس پلانتشن (پيوند) سره د برياوپه بيلابيلودرجو سره تداوي شويدي. نو له همدې کبله په پام کې وه چې د شکر د ناروغۍ علاج هم له دې لارې وآزميل شي. څېړونکي نن ورځ د ترانس پلانټ (پيوند) په حيث يواځې د ويني Stem Cells استعمالوي. لا تر اوسه مالومه نده چې ترانسپلانتشن څه ډول دشکرې په درملنه کې مرسته کوي. خو داسې ګمان کېږي چې هغه سپين کرويات چې د انسولين د جوړولو حجرات تخريبوي، په دوا له منځه وړل کېږي. وروسته بيا له پيوند شويو Stem Cells څخه نور نوې حجرات منځته راځي چې مضر خواص نلري..
په دې ميتود کې لمړي ناروغ بستر کېږي او بيا تر شلو ورځو پورې يوې دواسره چې په سرطانونو کې هم د شيموتراپۍ لپاره کارېږي، تر درملنې لاندې نيول کېږي تر څوپه دې ډول د ناروغ معافيتي سيستم وځپي. بيا د Stem Cells ترانس پلانتشن (پيوند) ترسره کېږي.
پوهانو داسې شواهد لاس ته راوړي چې دې ډول درملنې سره د وينې ضرر رسوونکي سپين حجرات له منځه ځي.دوی وايي چې اوس د دې وخت رارسېدلی چې دا ميتود په پراخ ډول تر څيړنو او پلټنو لاندې ونيول شي تر څو يې د اغېزې ميکانيزم په روښانه کولو په هکله لا زيات مالومات لاسته راشي.