د تړون جليلي ژباړه
د ۲۰۰۷ کال د اپرېل لسمه
د سرطان هغه مريضان چې شېموتراپي اخلي که چيرې د شيمو تراپۍ په وخت کې ئې د سر پوټکی يخ وساتل شي نو د دوی د ويښتانوله رژيدو چانس کمېږي.
د وېښتانو رژېدل د سرطان په هغه ناروغانو کې چې شيموتراپي اخلي يوه ځورونکې پېښه ده چې نه يواځې دناروغ يوه بله صحي نيمګړتيا ده بلکې د هغه لپاره روحي او ټولنېزې ستونزې هم منځته راوړي.
دشيموتراپۍ په وخت کې د سر د پوټکي د يخولو دغه څېړنه له يوه کال راهيسې په هالند کې د دينبوش د ښار په يوه روغتون کې تر لاس لاندې ده. په دې څېړنه کې ناروغ ته له درملنې له پیل کېدو نژدې نيم ساعت مخکې يوه خولۍ ورپه سر کېږي چې په هغې کې يخ مايعات جريان لري . خولۍ له شيموتراپۍ تر نژدې يونيم ساعت وروسته پورې د ناروغ په سر پاتې کيږي.
د سر د پوټکې په يخيدو سره د وينې رګونه تنګېږي او په دې ډول د سرطان ضد دوا د وېښتانو حجراتو ته د ويني له ليارې په آسانۍ نه رسېږي او دغه حجرات په دې ډول له مرګ څخه ژغورل کېږي.
البته دغه تجربه د شيموتراپۍ په ټولو ډولونو کې مؤثره نده. سره د هغې چې د تداوۍ په شروع کې مريض يو څه د درد احساس کوي خو بيا هم د سرطان ناروغان د خپل سر د وېښتانو د ساتلو لپاره دې تجربې ته خوشبيني ښکاره کوي.