د کابل وخت چهارشنبه د ۹ ۸ ۳ ۱ کال د وږي ۷ ۱مه نېټه

08-September-2010 05:42 AM
 
 
 

 
 
پوره مطلب


دوګړوله شخصیت سره دوینی دګروپ اړیکه :

ډاکټر عيسی ستانکزی:

دلته به د وینې له  ګروپ سره  دانسانانو د شخصیت د اړيکو په اړه مطلب درته وړاندې شي.  ښايي دا خبره به تر ډېره حده سمه نه وي خو تر یوحده شونې ده چې د وګړو د شخصيت ځانګړتياوې د وينې ګروپ له مخې مالومې  شي  .

د (O)  ګروپ :  هغه کسان چېO يا صفر ګروپ لري صادقه، له انرژۍ ډک او خوش بینه وي دوی په خپل نفس  ښه اعتمادلري اوخپل هدف او قدرت ته د رسیدو لپاره هر څه ډېر ښه زغمي او که د لارې په منځ کې پوه شو چې دغه کار چټي دی نو په آسانه ترې  تېرېدای شي دوی د راتلونکي په هکله مثبت فکر لري ځکه خو ډېر ځله نه پښمیانه کېږي . دغه ډله مادي مسلو ته ارزښت ورکوي ، آرامه او با ثباته وي او دصداقت په وړاندې ډېر حساس دي خپل نظر په ډاګه وايي او له جزئیاتو په آسانۍ سره ‌تېرېږي غالباً مشري کول یې خوښېږي او معمولاً د تمرکز ښه قدرت لري .

د (A)  ګروپ  : دغه ډله په پرېکړو کې ډېر احتیاط کوي او غواړي مسلې په دوه (سپینو او تورو) ډلو ووېشي دوی ټولنیزو مسئوليتونو او قوانينوته ډېر ارزښت ورکوي، ښه زغم لري   په تېره بیا د فزيکي کارونو او سیالېو په برخه کې ، راتلونکي ته ډېر بدبینه دي او په آسانه خپله ظاهري بڼه آرامه ښودلای شي  حتی که عصباني هم  وي  د نورو نظرونو ته ډیر اهمیت ورکوي ، که زړه يې مات شي په آسانه ، نه رغول کېږي هغوي ډېر مسوليت مننونکي وي او تل دخپل کار او تفريح ترمنځ یوه کرښه باسي دغه ډله باوري وي چې په دیني او اخلاقي مسلو کې کمال ته رسېدای شي، غوره بولي له داسي بوختیاوو ګټه پورته کړي چې عصبي فشار ورته کم کړي .

د (B) ګروپ خاوندان :  دغه کسان په آسانه له نورو حکم نه اخلي  ژر فیصلې کوي ا وانعطاف مننونکي دي قوانینوته دومره اهمیت نه ورکوي له علمي او اکتشافي مسلو سره ډېره علاقه لري خو ډېر صابره نه ښکاري  او له سیالیو سره علاقه نه لري. دوي معقوله دي او سړه سینه لري او له دې سره سره چې په زړه پورې کسان وي خو  ډیر شرمېږي  او دنویو نظرونو له څرګندونو  نه وېرېږي  او د چا دنېوکو پروا هم نه کوي، که اوږده او ستومانونکي کارونه کوي  ژر نه ستړي کېږي او په آسانه خپلې پخوانۍ خاطرې هېرولای شي، خلاقه او مبتکره وي او دکار او تفریح ترمنځ سرحد ټاکي .

هغه کسان  چې (AB) ګروپ لري : د دې ګروپ لرونکي رومانټيک ا و احساساتي وي او سخت فعاله دي ، د تجزيې او تحلیل په برخه کې ډېر فعاله دي او دبېلابېلو مسلو په اړه  د نيوکو(نقد) په اړه منصفه کسان دي  داړتیا په وخت کې ژر فیصله نه شي کولای باید د سختو کارونو لپاره ښه کار وکړي ، دوي د راتلونکي په هکله ډیر حساس دي او ددرک او فهم لوړ قدرت لري. چنداني مسئولیت منونکي هم نه دي ، سړه سينه لري خو دناڅاپي مسلو په وړاندې ژر اندېښمن کېږي   دهغوی روحي حالت ډېر ژر بدلېږي او په یو وخت څو کارونه کولای شي له هنري کارونو ډیر خوند اخلي .

 


 

Copyright ©2006-2007 Roghtya.com All Rights Reserved.

copyright