هغه وګړي چې ژر زړېږي، د نورو په پرتله د زړه حملې له زيات خطر سره مخ دي.
هر ځل چې يوه حجره وېشل کېږي، د DNA هغه برخه چې telomere نومېږي، لنډېږي بالاخره د telomere ډېر لنډېدل د حجرې د مړينې لامل ګرځي.
اوس مهال داسې انګېرل کېږي چې همدا د telomere د لنډېدو پروسه د زړښت سره اړيکه لړي. Telomere په بېلابېلو وګړو کې په بېلابېل سرعت سره لنډېږي. دا پدې مانا ده چې زموږ بيولوژيکي عمر (چې د telomere اوږدوالي څخه پېژندل کېږي) زموږ له اصلي عمر سره (چې له زېږېدلو څخه تېروشوو کلونو څخه شمېرل کېږي) توپير لري.
آيا په رېښتيا هم زموږ بيولوژيکي عمر د ناروغيو او مړينې وړاندوينه کوي؟
د
Scott W. Brouilette, PhD او همکارانو له خواپخوانيو ترسره شويو څېړنو پر بنسټ،هغه ناروغان چې د پنځوس کلنې نه مخکې پرې د زړه حمله راځي، د خپلو روغو همزولو او همجنسو په پرتله لنډ telomere لري. د دوې اوسنۍ څېړنې په هغه ناروغانو متمرکزې وې چې د Pravachol (د کولسټرول ټيټونکي درمل) تر درملنې لاندې وو. د پنځو کلونو په لړ کې په ۴۸۴ تنو د زړه په حمله راغله. څېړونکو د دې ناروغانو د وينې سپينو کروياتو په DNA کې د telomere اوږدوالې د څېړنې لاندې ۱۰۵۸ هغو وګړو سره پرتله کړ چې د زړه له حملې څخه بچ شوي وو. پاېلو څرګنده کړه چې د زړه په ناروغۍ اخته وګړو د telomere اوږدوالی د تر څېړنې لاندې هغو صحتمندو وګړو د telomere سره ورته وو چې له دوې څخه شپږ کاله مشران وو.
Brouilette د The Lancet ژورنال د جنوري ۱۳مې ګڼه کې خپره ويلي: «زموږ لاسته رواړنې هغه نظريو ته سا ورکوي چې وايي مخکې له وخته بيولوژيکي زړښت ښايي د زړه حملې د خطر د زياتېدو لامل وګرځي.»
حېرانوونکې خبره دا ده کله چې telomere لنډېدل يوه خاص حدته ورسېږي، تر هغه وروسته د زړه حملې د خطر سلنه نوره نه زياتېږي. نوموړي څېړونکي پدې هکله يوه تيوري وړاندې کوي:
«دا لاسته راوړنې څرګندوي چې ښايي د telomere لنډېدل د زړه د حملې لپاره يوه قدمه يا threshold ولري چې تر هغې وروسته د زړه د حملې چانس نور نه زياتېږي.»
آيا د کولسټرول د کنټرولولو درمل د بيالوژيکي عمر د زياتېدو مخنيوی کولای شي؟
څېړنو څرګنده کړې چې د کولسټرول کنټرولونکي درملو د Statin کورنۍ، لکه Parvachol ، په هغه وګړو کې چې telomere يې لنډ وي، د زړه ناروغۍ خطر ډېر کموي خو په هغه وګړو چې اوږد telomere لري ډېر لږ اثر لري.
Brouilette داسې انګېري چې Statin درملو د بيولوژيکي عمر زياتېدو د سرعت کمولو تاثيرات ښايي د وينې د کولسټرول د سويې د ټيټولو پورې تړلي نه وي، بلکه په وينه کې د ځينې کيمياوي ماليکولونو د سويې لوړولو سره چې د telomere د ثبات لامل ګرځي تړاو ولري.
څېړونکي په دې باور دي چې د telomere د اوږدوالي په اندازه کولو سره به ډاکټران وکولای شي هغه وګړي وپېژني چې له Statin درملو څخه د زړه حملې د خطر کمښت لپاره ګټه پورته کولای شي.
د جرمني د فرانکفورت پوهنتون استادStefanie Dimmeler, PhD. هم دا څېړنه مني او وايي چې بيولوژيکي عمر زياتېدل د زړه د حملې خطر زياتېدو کې مهم رول لرلای شي.
SOURCES:
- Brouilette, S.W. The Lancet, Jan. 13, 2007; vol 369: pp 107-114.
- Spyridopoulos, I. and Dimmeler, S. The Lancet, Jan. 13, 2007; vol 369: pp 81-82.
ژباړه: ډاکټر دوران «فيضان»