د ۲۰۰۶ کال د دسمبر نهمه
نوې څېړنې څرګندوي چې اسپرين او هغه ته ورته درمل د پروستات د لويېدو خطر نيمايي ته راټيټوي.
پروسټيټ د نارينه وګړو د جنسي سيسټم پورې اړوند يو غړی دی چې د مثانې (د متيازو د ذخيره کېدو کڅوړې) لاندې موقعيت لري. هغه ټيوب چې متيازې له مثانې څخه بهر ته لېږدوي(احليل يا Urethra) د پروسټېټ له منځه تېرېږي.
هغه ناورغي چې په طبي اصطلاح ورته Benign Prostatic Hyperpasia يا د پروستات سليم پړسوب ويل کېږي، تبول يا متيازو کولو کې ستونزې رامنځته کوي او يا هم ناروغ ډېر ژر ژر متيازو کولو ته اړباسي.
د پروسټېټ د هايپرپلازيا يا پړسوب نښې په لاندې ډول دي:
ډېر ژر ژر د ادرار کولو د احساس منځته راتلل يا Frequency
د متيازو کولو په پيل کې ستونزه او زور وهل ياHesitancy
د شپې لخوا څو څو ځلې د تشو متيازو کولو لپاره له خوبه پاڅېدل Nocturia
دمتيازو د جريان په شدت کې کمښت او حتی د څاڅکو په بڼه متيازې کول يا Dribbling
د متيازو کولو شديد احساس (په شدت سره د متيازو ټينګېدل) يا Urgency
څېړونکي باور لري چې اسپرين او نور د التهاب ضد غېرسټروييدي درمل يا NSAIDs د پروسټيټ د پړسوب يا لويېدو چانس کموي خو لا تر اوسه د پروسټيټ د لويېدو څخه د مخنيوي لپاره ټولو نارينه وګړو ته د اسپرين ورکول غوره ندي ګڼل شوي.
د څېړنو پايلې څرګندوي چې اسپرين د پروسټيټ د لويېدو يا Hyperplasia څخه يا خو مخنيوې کوي او يا يې هم ځنډوي.
د پروسټيټ هايپرپلازي په سپين ږيرتوب کې منځته راځي او د ژوند په اويايمو کلونو کې نژدی نيمايي نارينه په دی ناروغۍ اخته کېږي.
د Minnesota ايالت په Mayo Clinic کې ډاکټرانو وپتېله چې په پروسټېټ باندې د NSAIDs اغېزې وڅېړي. ددې څېړنو هڅوونکی لامل دا وه چې پخوا تر دې هم نوموړي درمل د پروسټېټ سرطان د خطر په کمېدو کې اغېزمن ګڼل شوي وه.
دا ټولو ته مالومه ده چې د منځني عمر لرونکي ډېر خلک هسې هم اسپرين او نور NSAIDs د بندونو د درد درملنې او د زړه د ناروغيو مخنيوي په موخه خوري. خو ددې درملو خوړل د معدې زخم، د وينې دپړند کېدو سيسټم متاثره کېدو او په ځينو ناروغانو کې د ساه بندۍ د حملې پېل کېدو په څېر، اړخيزو اغېزو (جانبي عوارضو) منځته راتلو سره مل وي.
اړخيزې اغېزې (جانبي عوارض)
د څېړونکې ډلې مشره Dr. Jenny St. Sauver وايي: موږ ددې پايلو پر بنسټ ټولو نارينه وګړو ته د اسپرين خوړلو وړانديز نه کوو، خو که هغوې په کوم بل علت په منظم ډول اسپرين خوري، زموږ څېړنې هغوې ته د يوې بلې ګټې څرګندونه هم کوي.
تر اوسه څرګنده نده چې اسپرين څنګه د پروسټيټ د پړسوب مخنيوی کوي . پوهان پدې باور دي چې دا درمل ښايي نېغ په نېغه د پروسټېټ د حجراتو وده (نمو) کې کمښت راوړي او يا د دې حجراتو د مړينې پروسه ګړندۍ کړي. او يا په غېر مستقيم ډول په ټوليزه توګه په بولي تناسلي سيسټم کې د التهاب کمښت سره دا کار تر سره کړي.
خو څېړونکي وايي چې د دوی د څېړنو د هوکړې لپاره نورو مطالعاتو ته اړتيا ده او دوی لا تر اوسه نه پوهېږي چې تر ټولو ټيټ اغېزمن ډوز څومره دی؟ له همدې کبله اړينه ده چې د پروسټېټ هايپرپلازۍ د مخنيوي لپاره د دې درملو غوره ډوز يا Optimum Dose هم وموندل شي.
تر دی دمخه هم د اسپرين بېلابېلې روغتيايي ښېګڼې په ګوته شوي دي خو ښايي ووايو چې په هر حالت کې بايد ددې درملو اړخيزې اغېزې له ياده ونه غورځول شي.
او د هغه نارينه وګړو لپاره چې غواړي د پروسټيټ د لويېدو خطر کې کمښت راوړي، زموږ وړانديز دا دې چې د اسپرين د خوړلو په اړه له خپل ډاکټر سره مشوره وکړي او په خپل سر د درملو له اخيستو په کلکه ډډه وکړي.
ښايي ووايو چې نوموړې څېړنې په American Journal of Epidemiology کې خپرې شوي دي
د ډاکټر دوران فيضان ژباړه