د خولې او د غاښو پالنې ته Mouth hygiene وائي چې دا د هر انسان د پاره يو ډير ضروري ټکی دی خو په ډيرې خواشنيۍ سره زمونږ په ټولنه کې دې برخي ته ډيره او ډيره کمه پاملرنه کيږي.
د غاښو د سوري کيدو Caries او د اوريو gingiva د زخمي کيدو د مخ نيوي لپاره هره ورځ د غاښو پاکول پکار دي. او يواځې د خولي په کنګالولو باندې غاښونه نه پاکېږي. د غاښو د ښه پاکولو لپاره اړينه ده چې د ورځې دوه ځلې، سهارله صباناري وروسته او ماښام مخکې د ويده کيدو نه، هر ځل ٢-٣ دقيقې برس او کريم سره خوله ومينځل شي.
د دې تر څنګ اړينه ده چې tooth pick (د غاښوتر منځ فاصلو د پاکولو دپاره خاص جوړ شوي خسلکي يا لرګي ) اويا floss (خاص نيلوني تار چې د غاښو د منځونو د پاکولو لپاره جوړ شوي دي) د ورځې لږ تر لږه يو ځل استعمال شي. ښايي tooth pick او يا floss په ٢٤ ساعتو کې يو ځل (ماښام مخکې له ويده کېدو څخه) وکارول شي.
په خوله کې د غاښودنده:
د غاښو مهمې دندې دا دي:
-
د ډوډۍ د ميده کولو دنده: غاښونه د هضم کولو لمړنۍ پروسه په غاړه لري. په خوله کې د غذائي موادو د ميده کولو دنده تر سره کوي. په هضمولو کې د غاښو سره د خولې لعاب مرسته کوي کوم چې د خولې د لعابيه غدونه په خوله کې افرازيږي.
-
په خبرو کولو کې د غاښوبرخه اخستل: غاښونه په خبرو کولو کې هم خورا اهمه دنده لري. څوک چې د دې لوې نعمت نه بې برخې وي نو په خبرو کولو کې ئې څرګند توپير راځي او مخاطب ئې په خبرو سم نه پوهيږي.
-
د انسان د مخ ښايست کې د غاښو برخه : د غاښونو دريمه مهمه دنده د انسان د مخ ښايست دی. ښايي ووايو چې دا زموږ په ټولنه کې په ځينو سپين ږيرو او سپين سرو وګړو کې په ښکاره ډول ليدل کيږي. څوک چې نه اصلي غاښونه او نه prothesis يا جوړه شوي ژامه لري، د خولې شکل ئې په ښکاره ډول سره د مخ په چوکاټ کې دننه ننوتی وي.
د غاښو پاملرنه زموږ په ټولنه کې:
دا ډيره د خواشينۍ خبره ده جې زموږ په ټولنه کې د غاښ او د خولې د پاکوالي په هکله ډيره کمه پاملرنه کيږي. کله چې غاښ په درد شي نو بيا ورته پام شي چې اوس پکار دی چې ډاکټر ته لاړ شي نو د ناروغ په سوچ کې د غاښ د درد تداوي يواځي د غاښ ويستل وي. ناروغ هغه وخت ډاکټر ته ځي چې ناروغي ئې ډيره پر مختللې وي او تداوي ئې ناممکنه وي او يا ډيره ګرانه وي او يا د اقتصادي وجهې نه چې ناروغ د غاښ اعلاج نشي کولای او غواړي چې وئې باسي. دا يو غټ مثال دی چې موږ ئې په خپله ټولنه کې هره ورځ وينو. د دې له کبله زموږ ډير ځوانان په ځوانۍ کې له دې لوی نعمت نه بې برخې کيږي.
د غاښو ناروغي څنګه پيل کيږي:
کله چې غاښونه د ورځې دوه ځلې برس نشي نو په غاښو باندې يو سپين رنګه پوښ جوړيږي چې په لاتين کې ورته plague واېي. دا plague په عادي اوبو تيرولو باندې له مينځه نه ځي.
plague:
دا سپين رنګه پوښ يا طبقه چې د نه مينځلو له کبله په غاښو باندې مينځ ته راځي نژدې ٧٠٪ د باکتريا نه جوړيږي او نور پاتې برخه ئې د پاتې شويو غذائي موادو، پروتين، خوږه يا ګلوکوز، مالګه او د اوبو نه جوړيږي.
يو مهمه باکتري ئې streptococcus mutans دی چې دا باکتري خوږه يا ګلوکوز په اسيد يا تيزابي موادو بدلوي او دا تيزابي ډوله مواد د غاښو مينا يا glaze نرموي او بيا غاښ سورۍ کوي چې ورته caries وائي.
نو دا plague کيدای شي چې د غاښو د سوري کيدو ، د اوری د التهاب او ابسه د جوړيدو باعث شي چې په دې صورت کې خوله تپ او بد بوئ کوي چې دا په social contact يا ټولنيزو اړيکو باندي منفي اغيزه لري. داد خولې تپ او بد بوئ خپله انسان يا ناروغ ته نه احساس کيږي او هغه ته پته نه وي چې خوله ئې څنګه بوئ کوي.
که غواړو چې روغه خوله او روغ غاښونه ولرو نو پکار ده چې د غاښونو دا سپين رنګه پوښ يا طبقه چې د يو يا دوه ورځو نه مينځلو له کبله جوړيږي د برس په ذريعه له منځه يوسو.
که چيرې هره ورځ دوه ځلې غاښونه ښه برس شي او plague ته وخت ورنه کړای شي چې په غاښونو باندې منګ يا تيږه جوړه کړي بيا هم د غاښونو تر منځ فاصلې په پوره ډول سره نه پاکيږي. د غاښونوتر منځ دغه فاصلې کولای شو چې د غاښو د پاره په جوړ شوي خسلکي يا toothpick په ذريعه او يا د يو قسم نيلوني تار floss په ذريعه پاک کړو. د دې په هکله به په راتلونکو برخو کې معلومات ورکړل شي.
د يادونۍ وړ ده چې د plague جوړيدل د غاښو د ناروغيو پيل دی چې پکار ده مخه ئې ونيول شي.
د غاښو او د خولې د ناروغيو په ډيره ساده شکل سره مخه نيوی:
-
په ٢٤ ساعتونو کې دوه ځلې د غاښونو په ښه ډول سره برس کول (سهار پس له سبا ناري نه ٣ دقيقي او ماښام مخکې له ويده کيدونه ٣ دقيقې)
-
د غاښو کريم پکار دی چې fluoride ولري.
-
د غاښو برس پکار دی چې نرم وي ځکه چې سخت برس د غاښو اورۍ ژوبلوي او غاښونه لوڅوي.
-
په ٢٤ ساعتو کې يو ځلې غاښونه floss کول د خاص جوړ شوي تار په واسطې او يا د غاښو لپاره د جوړو شوو خسلکو ياtoothpick په ذريعې، د غاښود منځونو پاکول.
پښتنه کريمزۍ