د کابل وخت چهارشنبه د ۹ ۸ ۳ ۱ کال د وږي ۷ ۱مه نېټه

08-September-2010 05:45 AM
 
 
 

 
 
پوره مطلب


پوهانو موندلې چې د ايډس ويروس يا HIV څنګه کولای شي د نورو ويروسي ناروغيو په مقابل کې د انسان دفاعي سيستم کمزوری او له کاره يې وغورځوي.

د انسان په بدن کې يو ډول دفاعي حجرات شته چې د T-Cells يا T-Lymphocytes په نامه يادېږي، دا حجرات په بدن باندی د مکروبي موجوداتو د يرغل په وخت د دفاع په موخه ستر رول لوبوي. کله چې د ايدس د ناروغی په وخت دا حجرات په دفاع لاس پورې کړي، د ايډس ويروس يا HIV له خوا يو ډول ماليکولي سوچ Molecular Switch چې د دی حجراتو پر جدار (ديوال) ځای لري تر يرغل لاندې راځي او پدی ډول هغه له کاره غورځوي. څيړونکي په لابراتوار کې پدی بريالي شوي دي چې دا ماليکولي سوِچ بلاک اوله کاره يې وغورځوي او پدی ډول دا حجرات خپله دنده بيرته لاس ته راوړي. پوهان وايې چې داسې درمل شته چې همدا کار د انسان په وجود کې هم ترسره کړي خو دمخه تردی چې دا درمل مارکيټ ته وړاندې شي بايد تر لا زياتو پلټنو لاندې ونيول شي ترڅو په بدن باندې د هغه منفي اغيزې په پوره توګه وڅيړل شي.
د درملو خطره پوهان وايي چې ښايي دنوموړو درملو اغيزې په ځانګړي توګه يواځې په دفاعي حجراتو او ددی حجراتو پر ديوالونو (جدارونو) باندی پر ځای پر ځای شوي ماليکول باندی نه وي او کېدای شي ډېر خطرناکه منفي اغيزې ولري. د امريکې د مساچوسټ په روغتون کې د Howard Hughes Medical Institute مشر څيړونکي Bruce Walker وايي: ښايي موږ د معافيتي سيسټم ددې سويچ په بيرته لګولو(په کاراچولو) کې د پوره احتياط څخه کار واخلو، ځکه که چيرې موږ ددې سويچ د بيرته لګولو په موخه ناروغ د درملنې لاندې ونيسو او دا درمل پر هغه نورو سويچونو چې د خپله بدن بند کړي (له کاره غورځولي) هم ورته اغيزه وکړي او هغه سويچونه چې د ضرورت پر اساس بند کړای شويدي، بيرته ولګوي نو پدې صورت کې به ډيرې جدي معافيتي (دفاعي سيسټم) ستونزې رامنځته شي.
د مخه تر دی چې موږ په دې هکله د خپلې پوهې او څېړنو څخه ګټه پورته کړو او د ايډس د ناروغانو په درملنه کې ورڅخه کار واخلو، ښايي لا نورې څېړنې او تحقيقات ترسره کړو.
غوره ګڼل کېږي چې هر ډول درملنه په ځانګړي توګه يواځې د HIV لخوا متاثره شوي T-Lymphocytes باندې اغېزه وکړي، خو ددې ډول ځانګړيو تاثيراتو لپاره لا تر اوسه تخنيک او پوهه منځته نده دراغلې.
د T-Cells نوموړی سويچ دنده لري چې د حجروي فعاليتونو يوه لړﺉ چې د Programmed Death-1 يا په لنډ ډول PD-1 په نامه ياديږي، کنټرول کړي.
داسې انګېرل کېږي چې د ايډس ويروس نوموړی سويچ ګل يا Off کوي او پدې ډول د PD-1 لړﺉ يا Pathway باندې مخنيوونکي (نهې کونکې) اثر غورځوي.
پوهان هڅه کوي چې داسې لارې چارې ومومي چې په ايډس ناروغانو کې د T-Cell سويچ بيرته په داسې ډول روښانه (فعال) کړي چې هغوی ترې پرته له جدی جانبي عوارضو ګټه واخلي.
سربيره پردې پوهان هغه لارې چارې لټوي چې د PD-1 له اندازه کولو څخه د ناروغې د پرمختګ او د درملنې په څيړلو کې کار واخلي. پدې هکله ډاکټر واکر وايي: اوس مهال کله چې موږ غواړو د ناروغ د درملنې د وخت په هکله تصميم ونيسو، يواځ د T-Lymphocytes له شمېرلو څخه کار اخلو، خو ښايي د PD-1 ارزول موږ ته د ناروغې د پرمختګ او درملنې ته د اړتيا په هکله ډير مالومات راکړي.
Roger Pebody د ايډس د درملنې کارپوه وايي: دا څېړنې اميدبخښونکي دي او موږ هيله من يو چې څيړونکي به وکولای شي چې تر راتلونکې لسيزې پورې د ايدس لپاره موثر درمل جوړ کړي.
خو خپله څېړونکې وايي: د مخه تر دې چې موږ وکولاې شو د درملنو په هکله ددې څيړنو لاسته راوړنو ته هيله من شو، بايد د نورو څېړنو او مطالعاتو پايلو ته انتظار وباسو په خاص ډول ځکه چې د دې درملنې سره د معافيتي يا Auto Immune ناروغيو د راپاريدو ويره شته.
ژباړه: ډاکټر دوران (فيضان)


 

Copyright ©2006-2007 Roghtya.com All Rights Reserved.

copyright